کابل کې د ۳ چاودنو وژل شوي کسان په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول

ارشیف، عکس تزئینی دی

کابل کې د پرونیو (شنبه-د غويي ۱۸مه) درېیو چاودنو وژل شوي کسان نن (یکشنبه-د غويي ۱۹مه) په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

یوه چاودنه د موټر بم وه، خو د دوو نورو څرنګوالی تراوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل، چاودنو کې څه باندې پنځوس تنه وژل شوي دي:" ​وروستۍ شمېرې ښیې چې څه باندې ۵۰ وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. ښایې دا شمېرې هم بدلې شي، ځکه تر شپې ناوخته پورې مړي او ټپیان انتقالېدل. دا د طالبانو لوی جنایت او نه بښونکی عمل دی."

خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او اسلامي دولت نومې ډلې داعش یې مسولیت منلی دی.

تر دې برید وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندۍ لا جدي اقدامات وکړي.