مالدارانو سره د مرستې لپاره د کرنې وزارت ۲ بنسټونو سره هوکړه کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې، نن یکشنبه(د غويي ۱۹مه) د کرونا وبا له امله زیانمنو مالدارانو سره د مرستې په موخه د کرنې وزارت، د هالنډ کمېټې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې 'FAO' ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پروژې ټولیز لګښت ۱۵۴ میلیونه افغانۍ ده: "له دغه هوکړې هدف له زیانمنونو مالدارنو په ځانګړي توګه کوچي مالدارنو سره چې د کرونا ویروس له امله زيانمن شوي تخنیکي مرسته کول دي او دغه شان د هغو لوازمو چې اړتیا يې وي، څو د دوی اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي."

ښاغلی رستمي زیاتوي، ټاکل شوې دغه پروژه راتلونکو څو میاشتو کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې او هالنډ کمېټه له لوري د کرنې وزارت په تخنیکي همکارۍ پلې شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان د نورو سکتورنو په شان کرونا وبا د افغانستان مالدارۍ سکتور هم زیانمن کړی دی.