د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د صنعت اوونۍ او پانګونې راجلبولو په مناسبت د کورنیو تولیدي صنایعو ځانګړی نندارتون جوړوي.
د دغه وزارت وياند فواد احمدي نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون به د روانې غويي میاشتې په ۲۹مه نېټه په 'کابل نندارې' کې جوړ او درې ورځې به دوام وکړي.
احمدي وايي: "له دغه نندارتونه هدف د افغانستان د په ځان بسیاینې پر لور ګام اخیستل او کورنیو صنایعو ته د هېوادوالو هڅول دي."
ښاغلي احمدي زیاتوي په یاد نندارتون کې به په ۲۰۰ ځانګړو غرفو کې د صنعتي شرکتونو تولید شوي محصولات نندارې ته کېښودل شي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت وايي چې د ۴۸قلمه تولیدي صنایعو څخه افغانستان ۴۸ کې په ځان بسیا شوي او ۱۲ قلمه نورو کې په ځان بسیاینې لور ته نږدې شوي دي.