دشت برچي کې چاودنې؛ کورنیو چارو وزارت: د وژلو شویو شمېر له ۵۰ واوښت

د کابل د دشت برچي پېښه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت منلې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمېر څه باندې پنځوسو تنو ته رسیدلی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا برید طالبانو کړی دی: "وروستۍ شمېرې ښیې چې څه باندې ۵۰ وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. ښایې دا شمېرې هم بدلې شي، ځکه تر شپې ناوخته پورې مړي او ټپیان انتقالېدل. دا د طالبانو لوی جنایت او نه بښونکی عمل دی."

خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

تر دې برید وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې لا جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني په یوه اعلامیه کې طالبان د پرونې برید مسوول وبلل.

دا برید چې د سید الشهدا په نامه د نجونو یوه ښونځي ته څېرمه شوې، د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له خوا په سختو الفاظو وغندل شو.