غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته: د طالبانو پر وړاندې لا جدي اقدام وکړئ

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، د طالبانو په وړاندې لا جدي اقدام وکړي.

د کابل په دیارلسمه امنیتي حوزه کې د سیدالشهدا په نوم د نجونو ښوونځي ته څېرمه تر پرونیو چاودنو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه دا د طالبانو کار وباله.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، څو د طالبانو بشري جنایتونه، چې هره ورځ بېګناه خلک قرباني کوي، بې ځوابه پرې نه نږدې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه رسنیو ته وویل: "له بده مرغه دا یو لوی او نه بښل کېدونکی جنایت دی. زموږ تخنیکي ټیمونه کار کوي چې د چاودنې څرنګوالی معلوم کړي. هغه ورته والی چې له تېرو چاودنو سره ښکاري، زموږ پرتله څرګندوي چې طالبان مسوول دي."

وسله والو طالبانو په پرونیو چاودنو کې خپل دخالت رد کړی دی.