سعودي عربستان او پاکستان د کشمیر د لانجې پر سر له څو میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته نن په خپلو کې د همکاریو د پراخولو موافقه لاسلیک کړه.
په دې سند کې چې سعودي عربستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نن شنبې(د غويي ۱۸مه) لاسلیک شو، له مجرمانو سره د چلند، د مخدرو موادو پر ضد د ګډې مبارزې، د عامه تأسیساتو او څو نورې پروژې شاملې دي.
دواړو لورو همدا راز موافقه کړې چې د دې چارو د سمون لپاره یوه عالي شورا هم جوړه کړي.
د دې دوو هېوادونو اړيکې وروسته له هغه ساړه شول چې اسلام اباد د هغه څه په خاطر چې پاکستان یې د کشمېر په لانجمنه سیمه کې د هند له لوري د بشري حقونو سرغړونې بولي د ریاض د ملاتړ غوښتنه وکړه، خو ریاض له هند سره په اړیکو کې له ډېر احتیاط څخه کار اخلي، ځکه د تېلو لوی پېرودونکی او مهم تجارتي شریک یې دی.
له دې وروسته سعودي عربستان د عمران خان پر حکومت فشار راووړ چې ۳ میلیارده ډالره پور او د ۳،۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د تېلو د قرضې اسانتیا چې په ۲۰۱۸ کال کې یې ژمنه ورسره کړې وه، پرې کړي او پاکستان په غبرګون کې له چینه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
له دې مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم له سعودي ولیعهد محمدبن سلمان سره وکتل.