د فضايي قوماندې مرکز د بې کنټروله شوي چینايي راکټ په لټه کې دی

ارشیف

د امریکا د فضايي قوماندې مرکز چې د بې کنټروله شوي چینايي راکټ په لټه کې دی، هغه تصویرونه خپاره کړي چې ښيي دا راکټ ښايي سبا د مې په نهمه د کابل پر وخت د سهار شااوخوا اووه نیمې بجې یو ځل بیا په پسیفیک سمندر کې د ځمکې اتموسفیر ته ننوځي.

د سپېس راکټ به نوم دا وېب سایټ چې د امریکا د پوځ یوه څانګه یې چلوي نن شنبه (د غويي ۱۸مه) په دې تصویري پیغام کې وویل چې ښايي د دې راکټ موقعیت او اتموسفیر ته د هغه د ننوتو په وخت کې بیا بدلون راشي.

له دې مخکې د دې راکټ موقعیت چې وزن یې شااوخوا ۲۲ ټنو ته رسېږي، د ترکمنستان د فضا پرسر ښودل شوی و او له دې سره دا اندېښنې هم رامنځته شوي چې ښايي انسانانو ته زیان واړوي.

دا بې لارې شوی راکټ چین د اپرېل په ۲۹ مه د خپل ځانګړي فضايي سټېشن د لېږدولو په مقصد فضا ته وتوغاوه.