د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې دا مهال په بغلان کې امنیتي وضعیت کنټرول شوی دی.
- کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مهال په بغلان ولایت کې جګړه شدیده نه ده.
د دغه وزارت وياند طارق ارين د شنبې (د غويي ۱۸مه) په ورځ د دې څرګندنو ترڅنګ ادعا وکړه چې افغان ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده، هغه څه چې طالبان یې نه مني.
ښاغلي ارين ازادي راډيو ته وويل: "بغلان کې اوس جنګ شدت نه لري، خو ځیني تحرکات د دښمن له لوري شته، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو هلته طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، همدارنګه زموږ ګډ ځواکونه بیا هم هڅه کوي چې ټولو تروریستي او طالب غړو ته سخت ځواب ووایي او هغه سیمه په بشپړه توګه د طالبانو له حضوره ته پاکه شي."
بل خوا په شمال کې د کومانډو ځواکونو د لوا قوماندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلي چې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ کې یې د طالبانو محاصره ماته کړې.
د دغې لوا قوماندان صفي الله امیري رسنیو ته ویلي چې تېره شپه طالبانو پر نهرین ولسوالۍ هم حمله کړې، خو په خبره یې افغان ځواکونو دغه ډلې بېرته په شا تمبولې ده.
- دفاع وزارت
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د بغلان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړي دي.
ښاغلي امان زیاته کړه: "زموږ ځواکونو د دهنه غوري، شهر کهنه او همدارنګه په برکه ولسوالۍ کې پرمختګونه لري، د طالبانو پر وړاندې زموږ ځمکني او هوایي عملیات په شدیده توګه جریان لري او خلک هم دغه ولایت کې د طالبانو پرضد مسلح شوي، سلګونه خلکو د وسلو په اخېستو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي."
- طالبان
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې دوی ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راپه دېخوا په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ شدیده نښتې پیل شوي دي.
په دې لړ کې ځینې ولسوالۍ او د افغان ځواکونو مرکزونه هم د طالبانو په لاس سقوط شول، خو ورسته بيا د بغلان سیمه ییزو چارواکو وويل چې سقوط شوي ځایونه بېرته د افغان پوځ لاسته ورغلي دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه د بغلان د جګړې په اړه له سيمه يیزو مسوولينو تازه حال هم واخلي، خو د هڅو سره سره بريالۍ نه شوه.