د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د تالک د ډبرو صادرات بیا پیل شوي

د تالک ډبرې

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې له ننګرهاره ولایت نه بهر ته د تالک ډبرې د صادراتو لړۍ بیا ځلي پيل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه کاني ډبره هند، پاکستان، تاجیکستان، قزاقستان، ازبیکستان، ټایوان، جرمني، کولمبیا او سریلانکا ته صادریږي.

د نوموړي په وینا تېرو دوو میاشتو کې دغو ډبرو د زرګونه ټنه صادره شوې چې شااوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ، شېرزاد او شینوارو ولسوالیو کې د تالک ډبرو کانونه شته چې ۷۰۰۰ زره کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تالک ډبرو کانونه په کابل ، کندهار ، میدان وردګ ، لوګر ، کونړ ، خوست ، کاپیسا ، پروان او ننګرهار ولایتونو کې تثبیت شوي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د دغې ډبرې صادرات د قاچاق د مخنیوي او د تړونونو د نیوي کولو په هدف ځنډېدلي وو.