د اوبو د تنظیم اداره: د ارچي او شهروان کانالونو چارې بشپړې شوې

ارشیف

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي، د ارچي او شهروان کانالونو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن شنبه (د غويي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه کانالونه د تخار او کندز ولایتونو ترمنځ ګډې پروژې دي چې چارې یې په اساسي ډول بشپړې شوي دي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "دغه پروژې د اسیا پراختیايي بانک په مالي لګښت پلي شوي چې تر شپېته میلیونه امریکايي ډالرو زیات لګښت پرې راغی."

د ښاغلي خپلواک په وینا دغه کانالونه له ۵۰ زره هکتاره زیاته کرنیزه ځمکه خړوبوي او شااوخوا دوله لکه کسان به يې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شي.

د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې نږدې راتلونکي کې به د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیته ورته پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.