په پټه د واشنګټن پوسټ د ۳ خبریالانو اطلاعات ترلاسه شوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لوګو

د امریکا د متحد ایالاتونو عدلیه وزارت وایي، په پټه یې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د درې خبریالانو د موبایل ټیلیفونونو اطلاعات ترلاسه کړي دي.

دې خبریالانو د روسیې او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶میلادي کال د انتخاباتي کمپاین د اړیکو په ارتباط یو شمېر راپورونه چمتو کړي وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) څرګنده کړه چې عدلیې وزارت دا ورځپاڼه خبره کړې ده چې د دوی د خبریالانو د ټیلیفون د معلوماتو په اړه یې اطلاعات ترلاسه کړي دي، خو دې وزارت دې ورځپاڼې ته د خپل هدف په اړه څه نه دي ویلي.

داسې ښکاري چې دا هڅه د دې لپاره ده چې د دې خبریالانو د راپورونو سرچینې معلومې شي.

د دوی راپورونه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې خپاره شوي وو، هغه وخت د فدرال ادارې څارنوالانو د روسیې او د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ترمنځ د اړیکو د ادعا په اړه تحقیقات کول.