د پاکستان صدراعظم سعودي عربستان ته په ۲ ورځني سفر ولاړ 

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) سعودي عربستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ.

عمران خان ته د دې سفر بلنه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ورکړې ده.

اسلام اباد غواړي چې په کشمیر کې، له ادعا سره سم د هند د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر د سعودي عربستان ملاتړ جلب کړي، خو ریاض له هند سره؛ له هغه هېواد سره احتیاط کوي چې د سعودي عربستان یو مهم تجارتي شریک دی او تیل ترې اخلي.

د عمران خان تر سفر مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سعودي عربستان ته تللی و او پرون یې له ولیعهد سلمان سره وکتل.

تمه ده چې عمران خان به د سعودي عربستان له مشرانو سره د جدې په ښار کې وګوري.