د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې یوه شپه او ورځ کې لس کرونایي ناروغان مړه شوي دي: "تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۳۰۰ مشکوک کسان د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې ټېست شوي دي، له دې ډلې ۳۰۰ مثبت دي، دې سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۱۷۵۵ ته رسیږي، یاده موده کې ۵۸ کسان رغیدلي او متاسفانه لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی."
د اختر د را رسېدو په شپو ورځو کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین له عامو افغانانو غواړي چې د ویروس د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.
له دې وړاندې چارواکو ویلي، افغانستان کې په کرونا د اخته شوېو او له دې کبله د مړو شوېو کسانو نارسمي شمېرې ډېرې لوړې دي.