سعودي د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول جبري کوي

په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

سعودي عربستان د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لګول جبري کوي.

د سعودي عربستان د بشري منابعو او ټولنیز پرمختیا وزارت د جمعې په ورځ د دې اعلان پر مهال نور جزئیات ورنه‌کړل.

د پلان له مخې به هغه کسان چې غواړي په سعودي عربستان کې کومه وظیفه ولري، مجبوره دي د کرونا ضد واکسین ولګوي.

وزارت د کارو بارونو له خاوندانو غوښتي چې د خپلو ټولو کارګرو د واکسین کولو لپاره دې لاس په کار شي.

په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.