د اسرائیلي پولیسو په ډزو کې ۲ فلسطینیان ووژل شول او یو ټپي دی

ارشیف، یو شمېر اسرائیلي پولیس

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نن دوه فلسطینیان هغه وخت ووژل شول او درېیم تن سخت ټپي شو چې لومړی یې د اسرائیل پر یوه پوځي اډه ډزې وکړې.

د اسرائیل سرحدي پولیسو وویل، دغو درېیو فلسطینیانو سرحد ته نږدې د پولیسو پر پوځي اډه ډزې وکړې.

د پولیسو په خبره، سرحدي پولیسو په ډزو دوه حمله کوونکي ووژل او درېیم تن چې سخت ټپي شوی، یوه روغتون ته وړل شوی دی.

په همدې حال کې د اسرائیل پولیسو ویلي چې ۱۵ کسان‌یې په ختیځ بیت‌المقدس کې له یوې شخړې وروسته نیولي دي.

د اسرائیل د پولیسو په وینا دغو کسانو سهار مهال په شېخ جراح سیمه کې پر پولیسو او وسایطو ډبرې هم ګوزار کړې وې.