چارواکي: میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي

ارشيف، د افغان ځواکونو يوه پوسته

چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه په میدان ښار کې شوې.

ښاغلی مومند زياتوي: "د مرکز اړوند په پولاد خان سیمه کې زموږ په یوه پوسته کې دوو نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس یو کړی، دغې پوستې ته ننوتلي او زموږ ۷ تنه سرتېري یې شهیدان کړي او یو تن ټپي کړی دی."

ښاغلی مومند زیاتوي چې نفوذي کسان تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې ټول تجهیزات، وسلې او وسایل‌یې له ځان سره وړي دي.

د دې حملې مسؤلت تر اوسه چا نه‌دی منلی.