د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې په بغلان ولایت کې ۱۰۰ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان په شمال کې د کمانډو لومړۍ لوا قوماندان، ډگروال صفيالله محمدي، نن رسنیو ته په یوه لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل، وسلهوالو طالبانو ته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دغه مرګژوبله په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې اوښتې ده.
ښاغلی محمدي زياتوي: "تر سلو ډېر تلفات لري. دوی له ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي. تېره شپه د تازه دمه ځواکونو له رسېدو سره د دوی مرګژوبله زیاته شوې ده. که خدای کول زموږ عملیات به دوام لري."
بلخوا دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په بغلان ولایت کې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
په بغلان ولایت کې په وروستیو ورځو کې جګړې زیاتې شوي او تېره چهارشنبه بورکه ولسوالۍ هم د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورغله.