جرمني د افغانستان سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه‌توب وکړ

جرمني کې د افغان سولې په اړه جوړه شوې غونډه

جرمني پرون د افغانستان د سولې په اړه د څو هېوادونو د استازو کوربه و.

دې غونډې ته چې په برلین کې وشوه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د ناټو، ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، ناروې او ایټالیا خاص استازي/سفیران ورغلي وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سکرتر میګوېل بِرګِر په خپل ټویټر لیکلي "په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ د همفکرانو ترمنځ د بحثونو او نږدې همغږیو دوام ډېر مهم دی."

د افغانستان د سولې په اړه داسې وخت دا غونډه شوې چې د مې په لومړۍ له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل شوي او تمه ده سپټمبر په ۱۱ پای ته ورسیږي.

په کور دننه هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړې تر بل هر وخت زیاتې شوي.