د امریکا لوی درستیز: د افغان هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان کار نه‌دی شوی

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ د دوام پر پلان‌یې کار نه‌دی کړی.

جنرال میلي دا څرګندونې تېره شپه د امریکا له دفاع وزیر لوید استېن سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې ښايي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام په کوم بل هېواد کې پیل شي.

له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر د مې په لومړۍ نېټه پیل شو او تمه ده چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به بشپړ شي.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي استېن خبریالانو ته وویل، د امریکايي ځواکونو له ملاتړ پرته ښايي افغان دفاعي امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ شي، خو هغه هیله څرګنده کړه چې داسې ونه‌شي.