د بلاروس د اپوزېسیون مشرې له امریکا غوښتي دي چې د الکساندر لوکاشینکا پر رژیم نور بندیزونه ولګوي.
سویتلانا تیخانوفسکایا چې پرون د مې په شپږمه د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته وینا کوله همداراز پر واشنګټن غږ وکړ چې په بلاروس کې د روان سیاسي بحران د ختمولو په مقصد د اروپايي منځګړو پر هڅو ورګډ شي.
مېرمن تیخانوفسکایا چې په لیتوانیا کې د تبعید ژوند تېروي همداراز وویل چې متحده ایالات باید د لوکاشینکا د منزوي کولو لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي.
هغې په خپل هېواد کې د بشري حقونو سرغړونو او ځپونکو اقداماتو ته اشاره وکړه او له کانګرس څخهیې وغوښتل چې په بلاروس کې د مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو د مدافعانو ملاتړ پراخ کړي.
سویتلانا تیخانوفسکایا ادعا کوي چې د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په میاشت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکې وه او د اپوزېسیون فعالانیې د خلکو پر پراخو مظاهرو د حکومت د ځپونکو اقداماتو پر وړاندې یو موټی کړي دي.