د روسیې یوې محکمې د ازادي راډیو د یوې قراردادي خبریالې عریضه رد کړه

مسکو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو دفتر

د روسیې د پسکوف ښار یوې محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قراردادي خبریالې لودمیلا ساویتس کایا هغه اعتراض او عریضه رد کړه چې د بهرنیو اجنټانو په نوم د روسیې د نویو مطبوعاتي مقرراتو په چوکاټ کې یې د خپل نوم د شاملېدو له کبله کړی و.

یادې محکمې پرون حکم ورکړ چې د عدلیې وزارت له‌خوا په دې لېست کې د ساویتس کایا د نوم لیکل، قانوني دی.

د مېرمن ساویتس کایا مدافع وکیل به د دې پرېکړې پر ضد یوې بلې لویې محکمې ته مراجعه وکړي.

د روسیې د عدلیې وزارت د خارجي اجنټانو په لېست کې د دې خبریالې د نوم لیکلو دلیل نه‌دی په ډاګه کړی.