د تاجکستان چارواکي: له قرغزستان سره د جګړو له کبله مو ۱۹ وګړي وژل شوي

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ جګړه کې یوه ویجاړه شوې سیمه

د تاجکستان چارواکي وایي له قرغزستان سره په پوله په یوې لانجمنې سیمه کې د جګړو له کبله د دې هېواد ۱۹ وګړي وژل شوي او ۸۷ تنه ټپیان دي.

دا لومړني رسمي ارقام دي چې د تاجکستان د حکومت له‌خوا وړاندې کېږي.

د ازادي راډیو خبریال وایي په دې سیمه کې د شخړو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي چې ۱۱ یې پوځي کارکوونکي دي.

تر دې وړاندې قرغزي چارواکو ویلي وو چې په سرحدي لانجو کې ۳۶ تنه قرغزي وګړي وژل شوي، ۱۸۹ نور ټپیان دي او ۵۸ زره کسان له خپلو کورو څخه وتلو ته اړ شوي دي.