د سرپُل ولايت پولیسو په يوه کور کې تر ۲۰۰ کيلوګرامه ډېر نشهيي مواد ونيول.
د سرپل ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۱۵۳ کیلوګرامه هيروئين او ۶۹ کيلوګرامه ښیښه ونیول شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور پنځه نفره نيول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.