د ولسي جرګې رییس د المپیک کمېټې مشرتابه او ورزشکاران وستایل

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د المپیک ملي کمېټې مشرتابه او د ورزشي فدراسیونونو یو شمېر اتلانو ته ستاینلیکونه ورکړل.

د المپیک ملي کمېټه وايي چې ښاغلي رحماني د هغوی د اغېزمنو پروګرامونو او ښو کړنو له امله وستایل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان لوبغاړي په ملي او نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.