بلېنکن اوکراین سره د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکرایین له ولسمشر سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته د سفر پر مهال د اوکراین د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ برخه کې د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې.

دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې کییف ته سفر کوي.

بلېنکن نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمتري کولیبا سره ولیدل.

په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، اوکراین ته د بلېنکن دا یو ورځنی سفر له دې هېواده د امریکا د ملاتړ قوي پیغام رسوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن ته وویل چې کییف د مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو سره په مقابله کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو ستاینه کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د حکومت او روس پلوه بیلتون پالو ترمنځ جګړو له جنورۍ راهیسي بیا زور اخېستی دی.

بلېنکن به په دې سفر کې د اوکرایین له ولسمشر ولودمیرزلنسکي، د دې هېواد د پارلمان او د مدني ټولنې له یو شمېر غړیو سره وګوري.