نامعلومو وسله والو کندهار کې خبریال نعمت روان وژلی دی

نعمت روان

د طلوع د خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او اوس د مالېې وزارت د خپرونو امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تاکید کړه او دا ېې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴ ناحیه کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو، جسد اوس د کندهارپه روغتون کې دی."

د مالېي وزارت د خپرونو د مسوولینو د معلوماتو له مخې نعمت روان تېره ورځ کندهار ته د خپلو تعلیمي او تحصیلي اسنادو د جوړولو په خاطر تللی و.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.

تر دې یوه ورځ دمخه په کابل کې یو شمېر سفارتونو، ملګرو ملتونو او د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټونو د خبریالانو پر وړاندي د طالبانو ګواښ سخت غندلی دی .

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټویټرله لارې خبرداری ورکړ، که خبریالان په یو اړخیز ډول حکومتي خبرونه خپاره کړي جدي چلند به ورسره وشي.