د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنیز پورونه منظور کړل

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت یې کرنیز پورونه منظور کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه پورونه په څلورو برخو کې ورکول کېږي.

په دې پورونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې کوپراتیفونو، د وریجو د پروسس یوه فابریکه، د اوړو د جوړولو یوه فابریکه او دغه شان د کارتن جوړولو یوه فابریکې جوړیږي.

ښاغلی رستمي وايي چې دا پورونه د کرنې د پراختیا صندوق له خوا چې یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی او د یاد وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، ورکول کېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې یاد صندوق د خپل تاسیس له پیله تر دې دمه ۱۳ میلیارډه افغانۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې پورونه ورکړي دي.