د پاکستان پوځ: ۴ سرتېري مو د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډزو کې وژل شوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې ولاړ پاکستاني سرتېري

د پاکستان پوځ وایي، ۴ سرتېري یې په جنوب لوېدیځ کې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې پر سرتېرو یې د بلوچستان ژوپ ښارګوټي ته نږدې نن هغه مهال ډزې وشوې چې په سیمه کې یې یوه جوړه شوې موانع کتله.

پوځ ویلي، د متقابلو ډزو په نتیجه کې وسله‌وال د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی او د پاکستان پوځ هم په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

پاکستان چې له افغانستان سره‌یې پر ډيورند کرښه د امنیتي موانعو جوړول له ۲۰۱۷ کال راهیسې پیل کړي، وایي دغه موانع د دې لپاره جوړوي چې د وسله‌والو د تحرکاتو او د غیر قانوني تګ راتګ او قاچاقو مخه ونیسي.