د طالبانو تازه تور ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غبرګون

ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان د یوې خبري ناستې پر مهال

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو هغه تور بې‌اساسه وباله چې د افغانستان یو شمېر رسنۍ یې په یو اړخیز ډول په راپور ورکولو تورنې کړې دي.

دغې کمېټې نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان رسنیو په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې په خپلو راپورونو کې انډول او د بې‌پریتوب اصل په پام کې نیولی دی. دغې کمېټې دغه‌راز ویلي چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول ګواښ د منلو نه‌دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له څو ورځو راهیسې دوی د یو شمېر رسنیو د داسې نشراتو شاهدان دي چې بې‌پرې نه‌دي او که دې کارته دوام ورکړي، نو د دغو رسنیو مسؤلین او کارکوونکي به‌یې د عواقبو مسؤل وي.

د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل د مې په درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې پر خبریالانو د هدفي وژنو چې حکومت‌یې تر شا د طالبانو لاس بولي، له افغان چارواکو د خبریالانو خوندیتوب ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې څلور خبریالان په هدفي وژنو کې وژل شوي او تېر۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په دا ډول حملو کې وژل شوي و.