د قرغیزستان ولسمشر د اساسي قانون تعدیل توشیح کړ

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف

د قرغیزستان ولسمشر صدر جپاروف د اساسي قانون هغه تعدیل توشیح کړ چې تېره میاشت په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې تایید شوی و.

د جپاروف مخالفین تور پورې کوي چې د دغه تعدیل له مخې به د هغه صلاحیتونه خورا زیات شي.

د قرغیزستان وګړو د اپریل په ۱۱مه ټول پوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل په پلوي رایې ورکړې، خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې په متن کې یې څه لیکل شوي دي.

د نوي تعدیل شوي قانون له مخې د قرغیزستان د پارلمان څوکۍ په سلو کې ۲۵ یعنې نوي څوکیو ته راکمېږي او ولسمشر ته صلاحیت ورکوي چې قاضیان او د قانون د تنفیذ ادارو مشران وټاکي.

دغه راز د دغه قانون له مخې به یوه مشورتي او د چارو د همغږۍ یوه اداره جوړيږي چې د ولسمشر تر کنټرول لاندې به فعالیت کوي.

منتقدین وایي، دغه اداره به ښایي له پارلمان سره موازي چارې مخ ته وړي چې دې توګه به ولسمشر ډېر واک لري.