د پکتیکا د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن جمعه شاه

د پکتیکا د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان جمعه شا په ماین چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شا محمد ارین نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) رسنیو ته وویل چې د سر روضې ولسوالۍ امنیه قوماندان د دې ولسوالۍ دیوانه بابا سیمې ته په لاره وه چې پرې ماین وچاودېد او ووژل شو.

ارین زیاته کړه: "د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ دیوانه بابا پر امنیتي پوستو تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو بریدونه وکړل، جنګ شدت موندلی او د ولسوالۍ امنیې قوماندان څارمن جمع شا یې د ملاتړ لپاره سیمې ته روان شوی چې پرې د سړک د غاړې ماین وچاودېد او په خپله په شهادت رسیږي او درې تنه ساتونکي یې ټپیان کېږي."

ښاغلی ارین د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وایي، پر پوستو د جنګ پر مهال په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه یې دقیق شمېر نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو یې پړه منلې.