بغلان چارواکي: برکه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان چارواکو تایید کړه چې د دې ولایت برکه ولسوالۍ طالبانو نیولې.

د برکه ولسوال تاج محمد شېرزاد ازادي راډیو ته وویل، ولسوالۍ یې له اوو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې وه او کله چې د طالبانو بریدونه پرې لازیات شول، د مهماتو او امنیتي پرسونل د کمښت له کبله تیره شپه مجبور شول چې ترې راووځي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "د نظامي شورا ټول غړي سرې کښیناستو، مشوره مو وکړه او پرېکړه مو وکړه ولسوالۍ پریږدو."

شېرزاد وویل چې ځواکونو ته یې تلفات نه دي رسیدلي او اوس هغوی د برکه ولسوالۍ په څنډو کې ځای پرځای شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، وسله والو یې برکه ولسوالۍ نیولې ده.

له دې یوه شپه وړاندې د بغلان-کندز پر لویه لاره د ملي اردو یو مرکز له شپږ ساعته جګړې وروسته طالبانو ونیوه.