دفاع وزارت: د مخالفانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتووالی لري

آرشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د دولت د وسله والو مخالفانو د هر ډول حملو شنډولو ته چمتووالی لري.

دغه وزارت دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې په تېرو څو ورځو کې له ارزګان، زابل، فاریاب، کاپیسا، خوست، بغلان، غزني، فراه او نورو ولایتونو هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "له خپلو خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې زموږ د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پياوړتيا د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي. دې ځواکونو د هېوادوالو د سر او مال ساتنه پر ځانونو فرض ګڼلې او د دښمن پر وړاندې هر ډول دفاع ته چمتو دي."

په وروستیو جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکیانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د هلمند چارواکي وايي، له تېرې یکشنبې شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.