فارن افیرز: د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبه

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • فارن افیرز

فارن افیرز خپرونې 'د افغانستان لپاره د خطر او فرصت شېبه'، تر سرلیک لاندې د افغان ولسمشر اشرف غني یوه لیکنه خپره کړې ده.

ولسمشر غني لیکي، له افغانستانه تر سپټمبر پورې د پاتې دوه‌نیم زره امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پرېکړه‌یې هېواد او ګاونډیانو ته یو نوی څپرکی پرانیزي او زیاتوي افغان حکومت د دغې پرېکړې درناوی کوي او هغه د افغانانو، طالبانو او د سیمې لپاره د فرصت او هم خطر شېبه بولي.

ولسمشر غني وړاندې په خپله لیکنه کې په دې اړه چې د سولې لپاره‌یې څومره هڅې کړي، د ځینو اقداماتو یادونه کوي او له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشاره لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو ځواکونه په دې هېواد کې دېره و، خو ډېر ژر به د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې پرېکړې په خپله افغان حکومت کوي.

د اشرف غني په وینا نور به د طالبانو جګړه چې وایي، د بهرني ځواک په وړاندې یې کوي، توجیه ونه‌لري.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه‌ده کړې. د هغه تړون له مخې چې د تېر کال په فبرورۍ کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوی، ټاکل شوې وه چې ټول امریکایي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه ووځي، خو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې ټول ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

ولسمشر غني وړاندې لیکي، د امریکا دغې پرېکړې طالبان او په پاکستان کې د هغوی ملاتړي حیران کړي او هغوی یې د یوې نوې لارې غوره کېدو ته اړ کړي. د هغه په وینا ایا دوی غواړي چې د یوه باوري لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي او که غواړي چې لا ګډوډیو او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.

د غني په وینا که طالبان وروستۍ لاره غوره کوي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به‌یې په وړاندې جګړه مخ ته یوسي او که طالبان لاهم له خبرو کولو ډډه کوي، نو به دوی د ګور سوله غوره کوي.

ولسمشر غني په فارن افیرز کې په خپره شوې لیکنه کې د پاکستان رول ته په اشاره لیکي، که دا هېواد د طالبانو ملاتړ غوره وګڼي، نو به اسلام‌اباد په دې کار سره د افغان ملت د دښمن خوا نیولې وي او په دې توګه به له هغو پرېمانه اقتصادي ګټو بې‌برخې شي چې سوله او سیمه‌ییز اتصال‌یې رامنځته کولای شي.

د غني په وینا پاکستان به په نړیواله سطحه منزوي شي، خو زیاتوي د پاکستان لپاره چې د افغانستان او سیمې لپاره د متحده ایالاتو د عملي پلان په اړه‌یې غلطه محاسبه کړې بیا هم ناوخته نه‌ده چې د سولې په یوې منظمې پروسه کې د یوه شریک او مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند شي.

د هغې پروسې چې برخلیک‌یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلېدو سره له مبهم حالت سره مخامخ دی. ولسمشر غني ویلي حکومت‌يې چمتو دی چې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي او که په نتیجه کې یې سوله ټینګېدای شي دی هم حاضر دی چې د ولسمشرۍ دوره وختي پای ته ورسوي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپانه لیکي، طالبانو په هلمند کې دوه ورځې وروسته له هغې چې امریکایي ځواکونو یوه اډه افغان پوځ ته وسپارله او ترې ووتل، پراخې حملې پیل کړي.

افغان ځواکونه هم د طالبانو د دغو حملو په وړاندې چې د سې شنبې تر ورځې یې دوام وکړ، ودرېدل او دفاع وزارت وویل چې له ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي دي.

د ډېلي مېل په لیکنه وسله‌والو طالبانو په ټول افغانستان کې حملو ته وروسته له هغې زور ورکړی چې امریکا له دې ډلې سره د دوحې د تېر کال د تړون له مخې د مې تر لومړۍ نېټې له دې هېواده د ټولو ځواکونو د ایستلو ضرب‌الاجل پوره نه‌کړ.

وړاندې په ډېلي مېل کې لولو چې طالبانو د دوشبې په ورځ پر لښکرګاه له مختلفو لورو حملې پیل کړې او د دې ښار په لمنو کې یې یو شمېر امنیتي پوستې هم ونیولې.

ملا جان چې د لښکرګاه په یوه څنډه کې اوسي وایي، د تندر په څېر د درنو وسلو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل. دغو حملو دغه‌راز په سلګونه کورنۍ دې ته اړ کړي چې له خپلو سیمو کډې وکړي.

د ډېلي مېل په لیکنه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه ټویټ هم چې ویلي یې دي، د وضعیت د خرابېدو مسؤل به هغوی وي چې له افغانستانه‌یې د امریکایي او ناټو ځواکونو ایستل ځنډڼي کړي، په خلکو کې دا وېره زیاته کړې چې طالبان به ښایي پسرلنۍ تهاجمي حملې پیل کړي.

ډېلي مېل لیکي، د اتلانتیک دواړو غاړو ته سیاستوالو خبرداری ورکړی چې د دې خطر شته چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه د قدرت یوه خلا رامنځته کړي، داسې خلا چې طالبان‌یې د ډکولو هڅه کوي.