د سویس د بهرنیو چارو وزارت وایي یوه ډیپلوماټهیې په ایران کې په یوه پېښه کې مړه شوې ده.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډیپلوماتې مړینې شاک کړی او سخت پرې خواشینی دی.
دغه وزارت د ډیپلوماټې په اړه جزئیات نهدي ورکړي او نهیې دا معلومات خپاره کړي چې څنګه مړه شوې.
ایراني چارواکو بیا ویلي چې دا ډیپلوماټه له تهران بهر له یوې لوړې ودانۍ لاندې لوېدلې ده.
مهر خبري اژانس د بېړنیو حالاتو د کمېټې د ویاند مجتبی خالدي په حواله لیکلي چې د دې ډیپلوماتې مړی په کامرانیه سیمه کې د یوې لوړې ودانۍ لاندې پيدا شوی.
دا ډیپلوماته د سویس د سفارت لومړۍ سکرتره وه. د سویس سفارت له ۱۹۷۹ کاله راهیسې په تهران کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي ګټو ساتنه کوي.