په هندوستان کې د کرکټ سوداګریز لیک 'ای.پي.اېل' د کرونا ویروس له کبله تر نامعلومې مودې وځنډول شو.
دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې پرون د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا ویروس ټېسټ مثبت ثابت شو.
د هندوستان کرکټ بورډ ويلي، په هند کې د کرونا ویروس چټکه خپرېدا او د 'ای.پي.اېل' لیګ د ځينو لوبغاړو اخته کېدل دوی اړ کړل چې دا لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډوي.
تر اوسه د دې ليګ ۳۰ لوبې ترسره شوي او ناتایید شوي راپورونه وايي چې ښايي پاتې نورې ۳۰ لوبې يې د مې مياشتې په دېرشمه نېټه پيل شي.