لوګر کې د فوټبال لوبڅارانو لپاره ۵ ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په لوګر ولايت کې د فوټبال د لوبڅارانو لپاره پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسيد.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند عزيز مشهوف نن سې شنبه ( د غویي په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ورکشاپ لوبڅارانو ته د فوټبال لوبې د نويو قانونو د زده کړې په موخه جوړ شوی وو.

ښاغلي مشهوف وايي، دغه لړۍ روانه ده او په نږدې راتلونکي به په نورو ولايتونو کې ورته ورکشاپونه جوړ شي.