لوبغاړی احمد ولي هوتک په یو تمریناتي سفر ازبیکستان ته لاړ

احمد ولي هوتک

د افغانستان د ازادو مبارزو اتل لوبغاړی احمد ولي هوتک نن ( د غویي په ۱۴مه) په يو تمريناتي سفر ازبیکستان ته ولاړ.

نوموړي په خپل فيسبوک پانه ليکلي چې د راتلونکې سيالۍ د ښه چمتوالي لپاره به په هغه هېواد کې تمرينونه وکړي.

ښاغلي هوتک له ټولو افغانان غوښتنه کړې چې ده ته د بريا لپاره دعاوې وکړي.

احمد ولي هوتک به د همدغې ميلادي مياشتې په ۱۴ مه نېټه له خپل فرانسوي سيال ‘نائيب اعزام’ سره لوبه وکړي.

د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې د ده فرانسوي سيال تر دا مهاله څلوېښت لوبې د نړۍ په مشهورو سازمانونو کې کړي دي.

خو ښاغلي هوتک دا نه دي ويلي چې لوبه به يې په کوم هېواد کې وي؟