د اسټرالیا صدراعظم ته د یوې افریقایي ښځې زارۍ د خلکو پام اړولی

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن

په اسټرالیا کې د دغه هېواد صدراعظم ته د یوې افریقايي توکمې ښځې زنګون وهل او د مرستې غوښتنې د ګڼو خلکو پام ور اړولی دی.

په تصویرونو کې ښکاري چې صدراعظم سکاټ موریسن په راک همپتون ښار کې خپله خبري ناسته پای ته ورسوله او په دې وخت یوه افریقايي توکمه ښځه مخامخ زنګون ورته وهي او زارۍ ورته کوي.

دا ښځه وايي چې نیمه کورنۍ یې په کامرون کې له لاسه ورکړې او غواړي چې د اسټرالیا حکومت یې د کورنۍ له پاتې غړو سره مرسته وکړي.

د راپورونو له مخې د اسټرالیا صدراعظم دې ښځې ته ډاډ ورکړی چې د کډوالۍ وزارت به د دې د کورنۍ د غړیو قضیې ته هر اړخیزه رسېدنه وکړي.

د راپورونو له مخې دې افریقايۍ ښځې د صدراعظم له ډاډګېرنې پرته د هغه پښې نه پرېښودې.