هند کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره له شل میلیونو واوښت

ارشیف، هند کې پر کرونا ویروس اخته یو ناروغ

په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېره له شل میلیونو واوښته.

د هند د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۳۵۷۰۰۰ نویو مواردو له ثبت وروسته نن سې شنبه د مې په څلورمه دا اعلان وکړ.

له بلې خوا په هغو روغتونونو کې چې د کرونا د ناروغانو درملنه کېږي د بسترونو، درملو او اکسیجن د کموالي ستونزه پرځای پاتې ده.

په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر په تېرو درېیو میاشتو کې تقریباً دوه چنده لوړ شوی او د دې وبا له کبله د مړینو شمېر اوس له دوه لکه شل زرو اوښتی دی.

په هند کې کرونا د بل هر هېواد پرتله په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.