د امریکا دفاع وزارت په کندهار کې د امریکايي ځواکونو پر پوځې اډې د روانې اوونۍ راکټي برید کم ارزښته بللی دی.
د امریکا پوځ د شنبې په ورځ د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم په کندهار کې پر هغه سیمه بمباري وکړه چې د چارواکو په وینا دا حمله ترې شوې وه.
د پنټاګون ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د غويي ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې د څرګندونو پر مهال وویل چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د خپلو سرتېرو د خوندي کولو لپاره لازم امکانات لري.
کربي زیاته کړه: "جنرال مېلر یقیناً زموږ د سرتېرو او وګړو د خوندي کولو لپاره دې برید ته د ځواب ورکولو امکانات لري. تر اوسه مو داسې څه نه دي لیدلي چې له افغانستانه زموږ د ځواکونو د وتلو پر بهیر یا په افغانستان کې زموږ پر ماموریت ناوړه اغېز وکړي."
د پنټاګون ویاند زیاته کړه چې په کندهار کې د امریکا پر پوځي اډې دې حملې کوم د پام وړ زیان نه دی اړولی.