ملګري ملتونه: تېرکال افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۳۷ سلنه زیاته شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، تېر کال په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۳۷ فیصده زیاته شوې ده.

دا خبره د یاد سازمان له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې'یو.اېن.او.ډي.سي' په یوه تازه راپور کې کړې چې پرون د مې درېیمه خپور شوی.

په راپور کې راغلي په دې سربېره چې ۲۰۲۰ میلادي کال د وړم کال په نسبت د کوکنارو کرکېله ۳۷ فیصده زیاته شوې شااوخوا ۶۳۰۰ ټنه تاریاک هم تولید شوي.

په افغانستان کې چې ۲۰۲۰ کال لر او بر جګړې روانې وې او هم کرونا ویروس خلک زیانمن کړي و له ۳۴ ولایتونو په ۲۲ هغو کې د کوکنارو د کرکېلو راپور ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، د افغانستان له اویا فیصدو ډېر تاریاک په هلمند کې چې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي تولید شوي.