بلېنکن: امریکا به چین پرېنږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چين چې په خپل ځان‌یې باور په زیاتېدو دی، په بهر کې ډېرې تندۍ او په کور دننه‌یې ډېرو فشارونو ته مخه کړې ده.

بلېنکن تېره ورځ له امریکایي سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې دغه‌راز وویل، واشنګټن نه‌غواړي چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي، خو پرې به‌یې نږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي.

بلېنکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده په باور د پیکېنګ اوږدمهاله هدف څه دی؟ وویل، د ده په فکر چین ګومان کوي چې کولای شي او باید په نړۍ کې یو برلاسی هېواد شي. هغه د امریکا او د چین ترمنځ د پوځي تقابل احتمال رد کړ او ویې‌ویل دا د دواړو هېوادونو د ګټو خلاف ده.

د پیکېنګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په دې وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، جاسوسۍ او د کرونا ویروس پر سر لا زیات شوی دی.