اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره ولیدل

ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

افغان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

د ارګ د وېب‌پاڼې له مخې په دغه کتنه کې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.

ولسمشر غني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، له نویو واقعیتونو سره د سولې د پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته یو عاجل لومړیتوب دی، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره سمون ولري. تمه ده چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لورو سره هم وګوري.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته تر سفر مخکې پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیر کاملوف سره د افغان سولې په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي چې ده او ښاغلي کاملوف په دې موافقه وکړه چې په دغه حساس وخت کې ټولو مهمو لوبغاړو، افغانانو، سیمې او نړیوالو ته په‌کار ده چې په افغانستان کې د څه باندې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او یوه هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د روانو ګړندیو هڅو ملاتړ وکړي.