بریتانیا د روسیې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې غواړي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به‌یې د روسیې د تبلیغاتو او ناسمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړي.

ډامنیک راب به سر له نن څخه تر راروانې چهارشنبې د «G-7» یا اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

دا به په تېرو دوو کلونو کې د دغو شتمنو هېوادونو لومړۍ حضوري غونډه وي او داسې مهال جوړېږي چې له روسیې سره کړکېچ د خبرو د اجنډا په سر کې دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "بریتانیا به له G-7 هېوادونو وغواړي چې د روسیې د درواغو، پروپاګند یا هم غلطو خبرونو پر خلاف «د تکذیب یو چټک مېکانیزم» رامنځته کړي."

د اوو لویو صنعتي هېوادونو په ډله کې بریتانیا، د امریکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان شامل دي.

بریتانیا په ضمن کې د استرالیا، هندوستان، جنوبي کوریا او جنوبي افریقا استازو ته هم په ځینو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.