زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره ازبکستان ته رسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی.

هغه پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي.

ښاغلي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر لیکلي له کاملوف سره په خبرو کې دواړو سلا وکړه چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي څو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړې پرې پای ته ورسېږي.

خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، اتصال او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ په دوحه کې و، چېرته چې ده د طالبانو او افغان دولت له مرکچي ټیمونو سره جلا جلا لیدلي و او د امریکا له‌خوا یې د سولې پروسې لپاره د پوره همکارۍ او هڅو ډاډ ښودلی و.