د هرات والي: شینډنډ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه

د هرات والي وايي په شینډنډ ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

عبدالوحید قتالي بېګا یکشنبه ازادي راډیو ته وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې رسېدلې ده.

ښاغلی قتالي زیاتوي: "اټکل کېده چې طالبان په دې شپو او ورځو کې خپل بریدونه لږ زیاتوي. دوی زموږ په شینډنډ ولسوالۍ زیات تمرکز درلود. ان‌یې له ګاونډیو ولایتونو مرستندویه ځواک ورغوښتی و. په دې تېرو دوو ورځو کې یې کومه نتیجه وانه‌خیسته او په لویه کچه له تلفاتو سره په شا وتمبول شول."

قتالي دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو د کوېټې رهبري د شینډنډ طالبان په ناکامۍ تورن کړي او له دوی سره‌یې غږیز اسناد هم شته.

وسله‌والو طالبانو د هرات د والي د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

خپلواکو سیمه‌ییزو بنسټونو هم څه تبصره نه‌ده کړې.