د هند صدراعظم او ګوندي ملګرو یې د دغه هېواد سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته وخوړه

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي او ګوندي ملګرو یې په داسې حال کې چې هېواد یې له کرونا سره لاس او ګرېوان دی په سیمه‌ییزو ټاکنو کې ماته خوړلې ده.

دا ټاکنې د واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.

مودي او ګوند یې په لوېدیځ بنګال او څلورو نورو سیمو کې تورن شوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جوړولو سره‌یې سیاست د خلکو په مصونیت غوره ګڼلی دی.

ماماتا بانیرجي چې د کرونا په وړاندې د حکومت په چار چلند سختې نیوکې کوي ښايي د درېیم وار لپاره په لوېدیځ بنګال کې ګټونکی شي او واک ترلاسه کړي.

اخوا واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا په دې تمه و چې په دې سیمه‌ییزو ټاکنو کې لویې لاسته راوړنې ولري.

په هند کې داسې وخت ځینو سیمو کې ټاکنې او کمپاینونه شوي چې کرونا په‌کې اوج ته رسېدلې ده. وړمه ورځ په‌کې له څلورو لکو زیات کسان په کرونا اخته شوي. د ورځنیو مړینو کچه هم تر ۳،۴۰۰ کسانو رسېدلې ده.