د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هغو څرګندونو په اړه بخښنه وغوښته چې په یوه افشا شوي ثبتي غږ کې ده پر سپاه پاسداران انتقاد کړی وو.
جواد ظریف نن پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې دی هلیه لري د سپاه پاسداران ځواکونو د پخواني وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني کورنۍ او ایرانیان دی وبخښي چې ده د دغه ځواک او سلیماني په اړه ناندریزې څرګندونې کړې وې.
په افشا شوي غږ کې ظریف پر پاسداران انقلاب ځواکونو او سلیماني انتقاد کوي چې په ډیپلوماسي کې يې لاسوهنه کوله او سلیماني له روسیې سره جلا اړیکې درلودې.
ده همداراز د خپل هېواد پر مذهبي سیاسي نظام د لږ نفوذ لرلو په اړه انتقاد کړی وو او ویلي يې وو چې دی اکثره وخت د بهرنۍ پالېسۍ له پرېکړو بېخبره پرېښودل کېږي.
ایرانی جنرال سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې په بغداد کې د امریکايي بېپيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او له هغه راهیسې دی په ایران کې د یوه اتل او شهید په نوم یادېږي.