چارواکي: ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي ووژل شول

ارشیف، افغان ځواکونه د هغو طالب جنګیاليو د لېږدولو پر مهال چې په یوه عملیات کې وژل شوي دي.

د طالبانو د سرې قطعې شپږ غړي د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې ووژل شول.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې طالبانو ته دا تلفات تېره شپه په غازي بابا سیمه کې د امنیتي ځواکونو د حملې په نتيجه کې واوښتل.

په اعلامیه کې راغلي چې په حمله کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو سره قطعه په ۲۰۱۶ کال کې جوړه شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې په څو پراخو حملو کې ونډه لرلې ده.

د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې طالبان او د اسلامي دولت نومې ډلې داعش د خراسان ولایت جنګیالي فعال دي.